کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اصغر افغان بیا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 قوس 1398 ساعت 17:53

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، اصغر افغان یو ځل بیا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو.



نوموړی به په درېیو واړو فارمټونو (ټیسټ، شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو) کې د افغانستان د لوبډلې مشري کوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي نن په کابل کې په یوې خبرې ناستې کې وویل، دغه پرېکړه د کرکټ لوبې د پیاوړتیا په هدف شوې ده.
پخوانی کپتان راشد خان به تر دې وروسته د اصغر افغان مرستیال وي.
 


د مطلب کود: 197805

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197805/اصغر-افغان-بیا-د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-کپتان-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com