دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 197808
د افغانستان د برښنا شرکت وايي، دغه سکتور په ۱۳۹۸ لمریز کال کې له شاوخوا ۳۵۰ ناوړو امنیتي پېښو سره مخ شوی چې کابو ۹ میلیارده افغانۍ زیان یې اړولی دی.

ددغه شرکت ریيس امان الله غالب د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ۳۴ ولایتو د برشنا ریيسانو په غونډه کې وویل، په دغو زیانونو کې د مخالفینو له خوا د برښنا مزو پرې کېدل، د ستنو ویجاړېدل او د برښنا د سیستم ګډوډول شامل دي.
نوموړي دا هم وویل، د برښنا شرکت ولایتي رییسان به په دغه درې ورځنۍ غونډه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي، څو د دوې د نظریاتو په پام کې نیولو سره مرکزي اداره د نوي کال لپاره نوي پلانونه ترتیب کړي.
ده داهم وویل، په روان کال کې یې د برښنا شاوخوا ۸۰۰ زره نوي مشتریان جذب کړي او ۴۰۰ زره نوي میټرونه به وپیري.
 
https://avapress.com/vdciuyazvt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته