کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بامیان کې د یوې ښځی پزه د هغه میړه له لوری غوڅه شوي ده

21 قوس 1398 ساعت 0:42

بامیان ښځو چارو ریاست مسئولین وایی چی د یوی ښځی پزه د هغی میړه له لوری د بامیان ولایت یکه و لنګ نمبر ۲ ولسوالی کې غوڅه شوي ده.




ذکیه رضایی د بامیان ښځو چارو رئیسه بامیان تلویزیون ته وویله چی یو میړه د خپلې ښځی پزه او لاس ځینی رګونه غوڅ کړی دی. خو ددی ښځی میړه تیښته کړي او دا موضوع پوری اړوند څوک نه دی نیول شوی.
حمیده ۲۵ کلنه ښځه چی اوس بامیان ولایتی روغتون کې ده او سخت مراقبت لاندی ده.
حمیده وویله: میړه مې زه بی برخلیک خپل پلار کور کې پریښولي وم او هغه وخت چی د دندی څخه راغلل د شپی له خوا کور ته ننوت، ماما می په ډزو وویشته او ما باندی تیل واچول خو ګوګرد اور ونه اخیستل او چاقو سره زما لاس رګونه او پزه غوڅه کړه.
جنرال محمد صادق مرادی، د بامیان پولیسو قوماندان هم وویل: ددی ښځی میړه چی کندهار ولایت کې اردو سرتیری دی، ویل کیږی معتاد دی او تیره شپه هغه وخت چی خپل ښځی پلار کور ته ورغلی دی لومړۍ د هغه ښځی ماما په ډزو ولی چی اوس زخمی دی او وروسته له هغه د ښځی لاس بندونه او پزه غوڅ کوی.
 


د مطلب کود: 197828

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197828/بامیان-کې-د-یوې-ښځی-پزه-هغه-میړه-له-لوری-غوڅه-شوي-ده

آوا
  https://www.avapress.com