دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 197845
ګلبدین نایب:د اصغر په کفتانۍ کي لوبه نه کوم
د کرکيټ ملي لوبډلې پخواني کپټان گلبدین نایب د اصغر تر لوبډلمشرۍ لاندې له لوبو کولو سره پرېکون اعلان کړ.
هغه پر خپله فېسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه تور پورې کړ چې اصغر افغان، محمد نبي، عاطف مشعل او ځينو نورو کسانو په تېر نړيوال جام کې له افغانستان سره خيانت کړى دى.
هغه داسې مهال دا پرېکون اعلانوي چې کرکيټ بورډ اصغر افغان یو ځل بیا د درېو فارمېټونو د لوبډلمشر په توگه وټاکه.
بلخوا د ولسمشر سلاکار او د کرکټ بورډ غړى ضياء الحق امرخېل وايي د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ ادارې مشرتابه د عدم مدیریت، وظيفوي غیابت ترڅنګ د کرکټ په الف با هم نه پوهیږي.
نوموړی وايي د کرکیټ مسؤلين د خپل سرو، احساساتي اونامعقولو پریکړو سره د بورد نور غړي نه همغږي او نه یې په بدو عواقبو کې دوی شریک دي.
هغه زیاتوي،چي د غړي په توګه يې رسمي یاداشتونه بورد ته هم ورکړي.
https://avapress.com/vdcjxaeviuqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته