دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 197848
کورنیو چارو وزارت:

۲۵ ښځینه زندانیانې ازاد شوې

۲۵ ښځینه زندانیانې ازاد شوې
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ضد نړیوالې ورځې او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت د کابل ولایت له ښځينه بندخونې ۲۵ ښځې ازاد شوې دي.
د دې زندانیانو د خلاصون د مراسمو پرمهال د احکامو تنفیذ او بدیل حبس عمومي رییس محمد اسعد ساپي د ولسمشرۍ ماڼۍ د فرمان د تطبیق د څرنګوالي په هکله وویل، چې پدې فرمان کې هغه زنداني ښځې شاملېږي، چې د غیر عمدي جرمونو په تور حبس شوي او زنداني شوي دي.
نوموړي وویل چې د فرمان د تطبیق لومړی پړاو د کابل له ښځینه محبس څخه پیل شوی او وروسته به د هېواد په ټولو محبسونو کې پلي شي او همداراز د دې فرمان پر بنسټ به د ټولو ښځینه زندانیانو په حبس کې تخفیف رامنځته شي.
ازاد شویو ښځو د اړونده بنسټونو له چارواکو د مننی تر څنګ وویل، چې د نورو ښځینه زندانیانو په حبس کې د تخفیف راتګ د دوی لپاره یو ښه خبر دی.
https://avapress.com/vdcc0mqs42bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته