دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 197849
بلخ کې ملکي خلک ترهګرو طالبانو ځپلي، افغان ځواکونو یې لاسنیوی وکړو
کومانډو اتلو ځواکونو د بلخ ولایت د “اسدآباد” ولسوالۍ د اوسیدونکو لپاره چې د ترهګرو په وروستیو بریدونو کې له خپلو کورونو بیځایه شوي وو، مرستې کړې دي. په دغو مرستو کې، اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، کمپلې، د آشپزخانې لوازم او البسه شامل دي. دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه د خلکو د ساتنې لپاره له یوې خوا د جګړې په ډګر کې له ترهګرو سره جنګېږي او له بلې خوا، د عامو خلکو ستونزو ته چې د طالبانو د بریدونو په پایله کې بیځایه او زیانمن شوي رسیدنه کوي، انساني مرستې او خدمات ورته رسوی.
https://avapress.com/vdcdo50fnyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته