دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 197855
حافظ سعيد په رسمي توګه تورن شو
په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت د جماعت الدعوه مشر او د هغه څلور ملګري د ترهګرو لپاره د پېسو برابرولو په مقدمه کې په رسمي توګه تورن کړي.
د لاهور د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې یوه افسر محمد طاهر د ډېسېمبر پر ۱۱مه، مشال راډیو ته وویل چې سعید او ملګري یې په سخت امنیت کې عدالت ته وړاندې شول. د ده په خبره، عدالت د اورېدنې پر وخت د حکومتي وکیل او د ملزمانو دفاعي وکیل دلیلونه واورېدل او بیا یې د جماعت الدعوه د مشر په ګډون پر پېنځو کسانو ترهګرۍ لپاره د پېسو جمع کولو رسمي تورونه ولګول.
د سعید وکیل عمران ګېل رویټرز اژانس ته ویلي چې موکل یې پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کوي. سعید او د ده ملګري سږکال په جولای کې نیول شوي ول. پر نوموړي په ۲۰۰۸ز کال کې په ممبۍ کې د بریدونو پلانولو تور دی چې دی ورڅخه انکار کوي.
پر جماعت الدعوه او د حافظ سعيد پر يوې بلې ډلې لشکر طيبه د هند د بمبۍ خملو د پلانولو تور هم پورې دي. په دې بريدونو کې چې دوی یې ردوي تر يو نيم سل ډېر کسان وژل شوي وو. امريکې او هند څو ځل له پاکستانه غوښتي چې پر حافظ سعيد دې سمه مقدمه وچلول شي و سزا دې ورکړل شي.
د تورو پېسو د سپينولو او د ترهګرو د مالي سرچينو پر ضد د سم نظام يا سيستم نه درلودو له کبله د مالي بدعنوانيوو نړيوالې ادارې، ايف اې ټي ايف پاکستان په خړ ليست کې اچولی دی. دا اداره به د جنورۍ او فروۍ په مياشتو کې پرېکړه کوي چې پاکستان له دې ليسته ليري او که تور ليست ته پورته کړي.
د پاکستان حکومت ويلي چې دوی د نړيوالو معيارونو سره سم د ترهګرو د مالي سرچينو بندولو لپاره ګامونه اخیستي دي او هيله يې ښودلي چې دوی به له خړ ليسته وويستل شي. په دې ليست کې د راتللو له وجې په يو هېواد کې بهرنۍ سرمايه کاري کمېږي او کمپنيانې يې په ازاد مټ کاروبار نه شي کولی.
https://avapress.com/vdcam0n6m49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته