کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان نه مني

21 قوس 1398 ساعت 15:42

عبدالله عبدالله ویلي که د ټاکنو کمیسیون د دوی د قانوني غوښتنو له رسیدګي پرته لومړنۍ پایلې اعلان کړي نه یې مني او په وړاندې یې بې تفاوته نه پاتې کیږي.


هغه دا خبره نن په خپله فیسبوک پاڼه لیکلې ده.
د افغانستان اجراییه رییس او د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید عبدالله عبدالله داسې وخت دا خبره کړې چې د ټاکنو کمیسیون ویلي ژر به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د انتخاباتو کمیسیون یوه ویاند مرزامحمدحقپرست پرون ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو کمیسیون او انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ناسته درلوده او تر یوه معقول تصمیم وروسته هر څومره ژر چې ممکن وي پایلې اعلان کړي.
د انتخاباتو کمیسیون ویلي چې د ۲۷ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې خو په پاتې نورو ۷ ولایتونو کې دوی ته د بیا شمېرنې اجازه نه ده ورکړل شوې.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وايي چې د انتخاباتو کمیسیون دې درې لکه د دوی په خبره تقلبي رایه باطله او د دوی غوښتنو ته رسیدګي وکړي.
اخوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون پرون د انتخاباتو د پایلو په ځنډنۍ کېدو انتقاد وکړ.
هغه وویل خلکو څه باندې دوه میاشتې د ټاکنو پایلو ته انتظار ایستلی او د پایلو نه اعلان د خلکو له حقونو سرغړونه ده.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په شپږمه وشوې او دوه واره یې د لومړنیو پایلو اعلان ځنډیدلی دی.


د مطلب کود: 197856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197856/عبدالله-د-ولسمشرۍ-ټاکنو-لومړنیو-پایلو-اعلان-نه-مني

آوا
  https://www.avapress.com