کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان: د تاوتریخوالي په کموالي مو پرېکړه نده کړې

21 قوس 1398 ساعت 16:09


په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مسؤلان وايي، د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ په خبرو کې تر دې دمه په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند هوکړه نه ده شوې.
ددغه دفتر ویاند سهیل شاهین وویل، ددوی استازي له امریکايي لوري سره بحث کوي چې څنګه کېدای شي د دغو دوو مسئلو په تړاو یوې پایلې ته ورسېږي.
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات چې د قوس په ۱۶ مه پيل شول، د تاوتریخوالي پر کمولو متمرکز دي، ترڅو اوربند او د سولې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.
د افغانستان حکومت هیله‌مند دی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پر مهال تاوتریخوالی راکم شي.
درېیو طالب بندیانو انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید له خوشي کولو د کابل یوه تمه دا وه چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي او سولې ته لاره هواره شي، خو ښکاري چې د طالبانو دریځ پر خپل ځای دی.
 


د مطلب کود: 197857

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197857/طالبان-د-تاوتریخوالي-په-کموالي-مو-پرېکړه-نده-کړې

آوا
  https://www.avapress.com