دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 197858
امریکایي نظامي چارواکي: د سرتېرو د ایستلو لپاره مو پر ټولو لارو چارو غور کړی دی
امریکا له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره پر بېلو لارو چارو فکر کوي.
د امریکا لوړپوړو نظامي چارواکو ددغه هېواد کانګرس ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه معلومات ورکړي دي. د امریکا ددفاع وزیر مارک اسپېر ویلي، سره له دې چې له طالبانو سره خبرې روانې دي خو بیا هم دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې ته اړتیا لري.
دده په خبره امریکا باید د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي او اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي. د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي هم ویلي چې دوی له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو یا کمولو پر ټولو لارو چارو غور کړی دی.
دده په خبره د ځینو سرتېرو پرېښودل هم یو انتخاب دی او ښایي ځینې سرتېري د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره پاتې شي. دواړو امریکایي چارواکو ویلي چې دوی نور غواړي افغان جګړه ختمه کړي او په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو حضور کم کړل شي.
https://avapress.com/vdcdk50fjyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته