کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکایي نظامي چارواکي: د سرتېرو د ایستلو لپاره مو پر ټولو لارو چارو غور کړی دی

21 قوس 1398 ساعت 16:10


امریکا له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره پر بېلو لارو چارو فکر کوي.
د امریکا لوړپوړو نظامي چارواکو ددغه هېواد کانګرس ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه معلومات ورکړي دي. د امریکا ددفاع وزیر مارک اسپېر ویلي، سره له دې چې له طالبانو سره خبرې روانې دي خو بیا هم دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې ته اړتیا لري.
دده په خبره امریکا باید د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي او اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي. د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي هم ویلي چې دوی له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو یا کمولو پر ټولو لارو چارو غور کړی دی.
دده په خبره د ځینو سرتېرو پرېښودل هم یو انتخاب دی او ښایي ځینې سرتېري د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره پاتې شي. دواړو امریکایي چارواکو ویلي چې دوی نور غواړي افغان جګړه ختمه کړي او په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو حضور کم کړل شي.


د مطلب کود: 197858

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197858/امریکایي-نظامي-چارواکي-د-سرتېرو-ایستلو-لپاره-مو-پر-ټولو-لارو-چارو-غور-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com