دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۱
د مطلب کود : 197861
ننګرهار کې د افغان ځواکونو اتلولي
د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د سه شنبې په ورځ د ملي امنیت منسوبینو له چاودیدونکو توکو هغه ډک موټر نیولی چې غوښتل یې یو ځل بیا د سلګونه افغانانو ژوند واخلي.
د ننګرهار ولایت ملي امنیت مؤظفینو یو ځآنمرګی بريدګر چې غوښتل یې جلال اباد ښار کې پر يوه دولتي اداره موټر بم بريد ترسره کړي موخې ته تر رسېدو وړاندې له یو بل همکار سره یو ځای ونیول شو .
نيول شوی ځانمرګی بريدګر،د هغه همکار او موټر بم د لېندۍ په ۱۹مه د ننګرهار ملي امنيت رياست کې خبريالانو ته وښودل شول.
د ملي امنيت ادارې د دغه ولايت د مرکز جلال اباد ښار په شپږمې ناحیې سیمه کې یو ځآنمرګی بريدګر له فلاینکوچ ډوله موټر بم او دغه راز له يو همکار سره يوځای نيولي دي.
بريدګر په وسله والو طالبانو پورې اړوند دی او په جلال اباد ښار کې يې پر يوې دولتي ودانۍ باندې د بريد پلان درلود، په همدې موخه یې په موټر کې شاوخوا یو ټن TNT چاودیدونکې توکې ځای پر ځای کړی وو.
په دغه قضيه باندې د ملي امنيت ادارې يوه نيمه مياشت کار کړی او بلا اخيره تېره ورځ يې بريدګر او موټر بم په نیولو سره په جلال اباد ښار کې د خونړۍ پېښې مخنیوی وکړ .
نيول شوي ځانمرګی بريدګر رياض په صدام حسين مشهور دی وویل، د جهاد!؟ په خاطر ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و او غوښتل يې بهرنيانو باندې ځانمرګی بريد وکړي؛ خو اوس نه پوهېده چې د پلان جوړونکو پلان کوم ځای و.
دغه راز له نوموړي سره نيول شوی بل تن سليمان شاه مشهور په زبير چې ځانمرګی او موټر بم يې خپل کور کې ساتل وايي، له تېرو شاوخوا شپږو کلونو راهېسې د طالبانو په ليکو کې فعاليت کوي.
هغه وايي، ځانمرګی او موټر بم په خوږياڼو ولسوالۍ کې چمتو شوي و او بيا ده ته د سره رود په بالاباغ سيمه کې وسپارل شول، چې وروسته دوی ته د بريد ځای په نښه کېده.
نيول شوي دواړه د کونړ ولايت د نورګل ولسوالۍ اصلي استوګن دي چې د بريدګر همکار اوسمهال په جلال اباد ښار کې اوسېږي.
دا سلګونه او حتا سلګونه پېښې شته چې د ملي امنیت ځواکونو د زرګونه خلکو د قربانیو او ټپي کیدو مخه نیولي وي.
د هېواد قسم خوړلي دښمنان د هېوادوالو دښمنان دي او د پردیو مزدوران هر هغه کار کوي چې اسلامیت او افغانیت یې اجازه نه ورکوي، خو دا چې بادار یې ورته وایي، هغه کار کوي.
تاسو به لیدلي وي، یا به مو رسنیو کې اوریدلي وي چې د هر ځانمرګي برید قربانیان ملکی وګړي وکړي، خو دا وحشي ځناور بیا هم موټر له چاودیدونکو توکو ډکوي او یو ځای چاودنه ورکوي.
پر خپلو ځواکونو باور ولرئ، له خپلو ځواکونو سره مرسته وکړئ چي د زیاتو انسانانو د وینې تویدنې مخه ونیول شي.
دا زموږ د ټولو مسوولیت دی چې د وحشي ځناور د هر ورانکاره کار په تړاو ملي امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړو او د افغانستان دښمنان شومو موخو ته و نه رسیږي.
https://avapress.com/vdch-qnzz23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته