دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 197863
د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۸تنه داعش جنګیالي نیول شوي دي
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې یې د ۳ پاکستانیانو په ګډون ۸تنه داعش وسلوال نیولي دي.
چارواکي وايي،چې یادو کسانو غوښتل له اچین ولسوالۍ څخه وتښتي،چې په پایله کې دافغان ځواکونو له خوا ونیول شول.
د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وايي، چې له نېول شوو داعش جنګیالیوڅخه ۹ میله کلاشینکوفونه،۹ کړۍ لاسي بمونه او او۲۰۰ فیره مرمۍ دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نوموړی زیاتوي، چې یادو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړي او اوس مهال په امنیه قوماندانۍ کې ترپوښتنو لاندې دي.
https://avapress.com/vdcjmaevtuqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته