دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۱
د مطلب کود : 197864
کندهار کې د چرګانو غوښې تولید زیات شوی
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وایي، په دې ولایت کې هره ورځ د چرګانو له فارمونو څخه دېرش ټنه د چرګ غوښه توليديږي، چې له دې اړخه کندهار په خپل ځان بسيا شوی دی.
په عین وخت کې کندهار کې د چرګانو د غوښو د تولید د مرکزونو مسوولين وایي له ګاونډیو هېوادونو د چرګانو د واردولو مخه نېول شوې ده.
افغانستان تر ډېره د چرګانو غوښته به ګاونډیو هېوادونو واردوله خو اوس په کور دننه د هېواد په ډیری سیمو کې د چرګانو فارمونه شته دي چې د خلکو اړتیا پوره کولی شي.
https://avapress.com/vdcai0n6y49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته