دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 197866
د پولیو کمپاین سره د ترهګرو طالبانو د مخالفت له امله ګوزڼ زیات شوی
د ارزګان ولایت روغتیايي مسؤلین خبر ورکوي چې په دغه ولایت د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۹ رسېدلی.
د دغه ولایت د عامي روغتیا ریاست مشر ډاکټر خان اغا میاخیل وویل د پولیو یوه تازه پېښه د خاص ارزګان ولسوالۍ اړوند د پرامورز په کلي کې د ترهګرو طالبانو تر ولکې لاندې سیمې کې ثبت شوې ده.
میاخیل وايي، ګوزڼ وهلي ماشوم هلک دی او ۱۲ میاشتنی دی چې ګوزڼ یې راسته لاس او پښه وهلي او په خبره يې تراوسه پورې هېڅ ډول واکسین نه دی اخیستی.
تر دې مخکې په ارزګان کې د ګوزڼ۸پېښې ثبت شوي چې ۵ يې په مرکز ترینکوټ، یوه په شهید حساس او ۳ په چورې ولسوالۍ کې دي.
دا په داسي حال کې ده چې د ارزګان ولایت ترڅنګ بله تازه پیښه د بغلان ولایت په ډنډې غوري ولسوالۍ کې د پولیو پیښه ثبت شوې ده.
د ارزګان ولایت روغیتايي مسؤلین وايي، چې ترهګرو طالبانو په دغه ولایت کي ۶۰ سلنه ماشومان له تېرو دوه کلنو راهیسې بې برخې کړي او دوی ته اجازه نه ورکوي چې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړي.
دوي وايي، که وسله وال طالبان اجازه ورنه کړي نو د زرګونو ماشومانو ژوند هم په خطر کې دی.
په دي سره اوس په ټول افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۵ ته لوړ شو چې ۹ ارزګان، ۵ هلمند،۴ کندهار، ۱ ننګرهار، ۲ پکتیکا، ۱ بادغیس او ۲ په کونړ ولایت کې ثبت شوي دي.
https://avapress.com/vdccemqse2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته