دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 197868
امرخېل: د کرکټ بورډ مشرتابه د کرکټ په (الف، با) هم نه پوهېږي
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او د افغانستان د کرکټ بورډ برحاله غړي ضیاء الحق امرخېل نن بیرته د ملي لوبډلې د کپتان په توګه د اصغر افعان په ټاکنه سخت غبرګون ښودلی دی او ویلي دي چې د بورډ مشرتابه د کرکټ په (الف، با )هم نه پوهېږې.

ضیاء الحق امرخېل په خپلې فسبوک پاڼې باندې په یوه تازه پوسټ کې لیکلي دي چې د افغان کرکټ بورډ مشر تابه په الف، با هم نه دی خبر، دغه راز د عدم مدیریت، وظیفوي غیابت هم نه پوهېږي.
ښاغلي امرخېل د افغانستان کرکټ بورډ د مشر فرهان یوسفزي نننۍ پرېکړې ته په اشارې سره ویلي دي چې د خپل سرو، احساساتي او نامعقولو پرېکړو سره د بورډ نور غړي نه همغږي او نه هم په بدو عواقبو کې شریک دي.
هغه د افغان ولس ننیو سختو غبرګونونو ته په ځواب کې ویلي دي چې د کرکټ بورډ د یوه غړي په توګه هغه په دې پرېکړو کې شریک نه دی او دا یوازې او یوازې د خپل سریو نتیجه ده.
امرخېل وروسته له هغې دا غبرګون وښود کله چې نن د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي د یوه نا څاپي خبري کنفرانس له لارې د لوبډلې کپتان راشد خان لېرې کړ او پر ځای یې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان بېرته د کپتان په توګه اعلان کړ.
د بورډ مشر فرهان یوسفزي د کپتان د بدلېدلو پرېکړه د کرکټ د مافیا ډلې په خوښه کړې ده چې مشري عاطف مشعل، محمد نبي، راشد خان او اصغر افغان کوي .
د لوبډلمشر په توګه د اصغر افغان په ټاکنه ګڼ شمېر افغانانو سخت غبرګونونه ښودلي دي، دوی ادعا کوي چې د بورډ مشر فرهان د یوې ځانګړې مافیا ډلې په خوښه یاده ټاکنه کړې ده او وایي چې ژر تر ژره دې دغه پرېکړه لغوه اعلان شي.
د دغې پرېکړې په لومړۍ ورځ د ملي لوبډلې بل پخواني لوبډلمشر ګلبدین نایب هم د ملي لوبډلې څخه لار جلا کړه، نوموړی نن ماښام په خپله فسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه راغلی وو او د ډیرو رازونو یې پرده پورته کړه.
ګلبدین نایب وویل، تر هغې پورې چې اصغر افغان د افغانستان لوبډلمشر وي نو دی به د ملي لوبډلې غړی نه وي او یوازې به په کورنیو سیالیو کې ولوبېږي .
ګلبدین نایب په لوبډله کې د نه لوبېدو علتونه هم له هېوادوالو سره شریک کړ د هغه پر وینا اصغر افغان په تېر نړیوال جام کې د افغانستان له نوم، عزت سره ستر خیانت وکړ چې په دې توګه باید لوبډلمشر نه وی ټاکل شوی، بلکې محاکمه شوی وی.
نایب په پاکستان کې په اوسني افغان سفیر عاطف مشعل هم تور پورې کړې چې هغه مهال بورډ ته د هغه په راتګ سره د افغانستان کرکټ ورځ تر بلې په خرابېدو دی او له سترو پرمختګونو یې شاته پرېښود.
https://avapress.com/vdcepf8zvjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته