کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نورستانۍ: ډېر ژر به د افغانستان نوی ولسمشر اعلان کړو

21 قوس 1398 ساعت 12:39


د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، خلک به ډېر ژر د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان واوري.
نوموړې نن په خپل تازه ټویټ کې ویلي، د ټاکنیزو پایلو د اعلان لپاره ټول اړین اقدامات اخیستل شوي دي او اوس د افغانستان د نوي ولسمشر د اعلان پرېکړه تړل شوې ده، چې صرف اعلان ته انتظار باسي.
اغلې نورستانۍ په داسې حال کې ژر تر ژره د ټاکنیزو پایلو د اعلان خبره کړې ده چې د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم او د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا څو غړو احمدولي مسعود، حکیم تورسن، شهاب حکیمي او د رحمت الله نبیل په استازیتوب مرادعلي مراد نن د ټاکنو د پایلو د اعلان احتمال د بحران د اعلان په معنا بللی دی.
عبدالله عبدالله ویلي، تر څو د ټاکنیزو ډلو قانوني غوښتنې ونه منل شي، دوی د ټاکنو د پایلو اعلان نه مني.
همدا راز د نوماندانو شورا غړو ویلي، ټاکنې له خپل مسیر څخه اوښتې دي او د کمېسیون پرېکړې مشروعیت نه لري، خو د ټاکنو کمېسیون مشرې بیا څو ورځې وړاندې وویل، دا ځل ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان په تاریخ کې رڼې او شفافې وې.


د مطلب کود: 197869

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197869/نورستانۍ-ډېر-ژر-د-افغانستان-نوی-ولسمشر-اعلان-کړو

آوا
  https://www.avapress.com