دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۱
د مطلب کود : 197870
کندهارکي د لومړي ځل لپاره سټنډرډ ملي ادارې په فعالیت پیل وکړ
 د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد موسی علمي په مشرۍ راغلي پلاوي کندهار ته سفر وکړ، چي د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالی دستګیري احمدشاه بابا نړيوال هوايي ډګر ته د نوموړي د ښه راغلاست په موخه ورغلی و.
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئيس ډاکټر محمد موسی علمي ولايت مقام ته تر رسېدو وروسته دکندهار والي حیات الله حیات سره وکتل او په کندهار کي يې د سټنډرډ ملي ادارې د پرانیستلو او پر داخلي توکو او وارداتو د دغي ادارې پر اغېز معلومات شریک کړل.
کندهار والي د دغي ادارې پر پرانیستو خوښي وښوول او مننه یې وکړه، چي د دې ولایت د وارداتو او داخلي توکو کیفیت لوړوني لپاره هڅي کوي.
ښاغلي حیات کیفیت، مقاومت، دوام او سټنډرډ د صنعت او تولید په برخه کي مهم وبلل، خو په وینا یې له بده مرغه لا هم په هېواد کي تولیدات او واردات معیاري نه دي.
کندهار والي د کورنیو تولیداتو او وارداتو د معیاري کولو لپاره دغه اداره مهمه وبلله او ځايي مسؤلینو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
تر لیدني وروسته کندهار والي، د سټنډرډ ملي ادارې رهبري هیئت، د کندهار د صنعت او سوداګرۍ رئيس حاجي علاوالدین، د صنایعو او معدنونو خوني مسؤلینو د کندهار د سټنډرډ ملي ادارې امریت د پټۍ په پریکولو سره پرانیست او عیسی نورزی یې د دغي ادارې د امر په توګه د مسؤلیت پر چوکۍ کښېنوي.
https://avapress.com/vdchqqnzv23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته