کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مایک پومپیو په بګرام د طالبانو نننی برید وغانده

21 قوس 1398 ساعت 12:43


 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن په پروان ولایت کې د بګرام هوایي اډې او یو روغتون مخې ته د طالبانو موټر بم بریدونه غندلي دي.
 دغو بریدونو او نښتې نن ۸۰ تنه ژوبل او دوه کسان ووژل چې چارواکو ټول ملکیان بللي دي او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یې په ټویټر مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
 خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا خبریالانو ته ویلي، د بګرام پر نظامي اډه د نن سهار ترسره شوی تروریستي برید په کلکو ټکو غندي: (( په دې برید کې څو ایتلافي ځواکونه او عام خلک هم ژوبل شوي دی او دا برید پلاني و.))
نن د ګرجستان د دفاع وزارت هم ومنله چې د بګرام په ننني برید کې یې پنځه تنه ځانګړي سرتېري ژوبل شوي دي.
په همدې حال کې ارګ هم د بګرام پېښه غندلې او ویلي یې دي که طالبان دغسې بریدونو ته دوام ورکوي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم د خپلو خلکو خوندي ساتلو ته چمتو دي.
 طالبان دا برید له هغې وروسته کوي او مسوولیت یې پر غاړه اخلي چې امریکا ویلي، له طالبانو سره یې د سولې په مذاکراتو کې د مخته تللو لومړنی شرط اوربند او د تاوتریخوالي راکمول دي.


د مطلب کود: 197871

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197871/مایک-پومپیو-په-بګرام-د-طالبانو-نننی-برید-وغانده

آوا
  https://www.avapress.com