دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 197872
د کندهار ۱۵ تنو ښځينه او نارينه خبريالانو ته د يوه درې ورځني روزنيز پروګرام له لاري د خونديتوب مسلکي لاري چاري او لومړنۍ روغتيايي مرستي وښوول سوې.
دغه پروګرام چي د ډيسمبر مياشتي پر نهمه پيل سوی و او پر ۱۱مه يې پای ته ورسېد، د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې (AJSC) له خوا د کندهار د ازادو خبريالانو په مرکز (KJC) کي په لاره اچول سوی وو.
د دغه پروګرام روزونکي او په سهيل کي د (AJSC) سيمه ييز استازي احمد لودين وويل، د ناامنه سيمو ساحوي خبريالان تر بل هر چا له تهديد سره مخ دي، ځکه نو دوی غوره وبلله چي هغوی ته د دې روزنه ورکړي چي څنګه خپله ژورناليستيکه دنده په داسي توګه مخ ته يوسي چي زيان ورته و نه رسېږي.
د دغه روزنيز پروګرام د لومړنيو روغتيايي کومکونو د ښووني برخه روغتياپال نوراحمد ناصري پر مخ وړله. ښاغلي ناصري لومړنۍ روغتيايي مرستي زده کول او له ځان سره د لومړنيو روغتيايي مرستو کيټ لرل د هر چا؛ په ځانګړي ډول د خبريالانو له پاره اړيني وبللې او له خبريالانو څخه يې وغوښتل چي د اړتيا پر مهال له ناروغانو سره لومړنۍ طبي مرستي په مسلکي توګه داسي تر سره کړي چي هم ناروغ وژغوري او هم دوی خوندي واوسي.
روزل سويو خبريالانو ته د لومړنيو طبي مرستو يو کيټ هم ورکړل سو.
د يادوني وړ ده چي د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې تر خبريالانو مخکي د کندهار نارينه او ښځينه مدني فعالانو ته هم د خونديتوب ورته روزني ورکړي دي.
https://avapress.com/vdcjaaev8uqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته