دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 197875
آمریکا داعش کورنیو ۳۰۰ غړۍ عراق ته لیږدوی
د سوریه تلویزیون ریپورت په اساس، آمریکا نظامی ځواکونه ۳۰۰ تنه د داعش تروریستی ډلې کورنۍ غړو څخه د سوریه الهول اردوګاه څخه عراق ته لیږدوی.

 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، اسپوتنیک د سوریه تلویزیون څخه په نقل سره ریپورت ورکړی دی چی دا ۳۰۰ تنه غیری سوری وو. سوریه تلویزیون دا ریپورت د چهارشنبه په ورځ ارائه کړ.
دا په داسی حال کې دی چی مارک اسپر، د آمریکا دفاع وزیر د دسامبر میاشتی لومړیو کې ویلی وو چی ددی احتمال شته چی واشنګتن نور ځواکونه سوریه ته واستوی. هغه مخکې اعلان کړی وو چی آمریکایی سرتیرو شمیر په سوریه کې به ۶۰۰ تنو ته باقی پاته شی.
د سازمان ملل متحد آمارو په اساس، ۶۹ زره تنه د الهول په اردوګاه کې میشتی دی چی ۴۰ سلنه یی سوری، ۴۵ سلنه یی عراقی او ۱۵ سلنه یی نور ملیتونه دی.
د الهول اردګاه د شبه نظامیانو د دموکراتیک ځواکونو په کنترول کې دی. ندا شبه نظامیان د آمریکا ملاتړ لاندی قرار لری.

 
https://avapress.com/vdccmmqsp2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته