دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 197893
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د بګرام برید پر وړاندې غبرګون وښود
د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو پر بګرام هوایي اډې د طالبانو برید په کلکه غندلی دی.

پمپیو ویلي د افغانستان خلک د بې مانا جګړو او تاوتریخوالو د ختمیدو وړ دي او امریکا به د سولې ټینګښت لپاره د افغانستان د خلکو او سرتیرو ترڅنګ ولاړه وي.
هغه ویلي د افغانستان د جګړې ختمولو یواځینۍ لاره داده چې د سولې خبرې بریالۍ شي.
د پمپیو په وینا شته تاوتریخوالي باید د خبرو له لارې کم شي، تر څو د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي.
پمپیو ویلي:"هغه کار چې موږ غواړو په مشخص ډول یې ترسره کړو، دادي چې تاوتریخوالی د سولې خبرو له لارې کم شي، ترڅو افغانستان کې جګړه ختمه شي. د افغانستان خلک د دغو تاوتریخوالو د پای ته رسیدو وړ دي."
یو شمیر سرچینې وايي قطر کې د طالب او امریکایي استازو د خبرو اصلي موضوع هم د تاوتریخوالي کمول دي.
نن شپږمه ورځ ده چې دغه استازو قطر کې د افغانستان پر سولې خبرې کوي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccomqs12bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته