دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 197899
د خواف ـ هرات د ۴۳ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د غزولو تړون لاسلیک شو
نن پنجشنبه د ( لیندۍ۲۱) د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د څلورمې برخې د جوړولو تړون لاسلیک شو.
ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د غه تړون د ولسمشر غني په شتوالي کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د رییس یما شمس او د قزاقستان (INKON KZ) شرکت له مسوولینو سره لاسلیک شوی دی.
په یاده خبرپاڼه کې راغلي؛ د خواف ـ هرات د لومړي فاز د څلورمې برخې د اوسپنې پټلۍ ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د دې ولایت له غوریان، زنده جان او انجیل ولسوالیو تېریږي.
د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ په څلور برخو کې د ایران او افغانستان تر منځ د افغانستان د حکومت د  ۵۸.۵ میلیون دالرو پر لګښت په ۱۶ میاشتو کې بشپړیږي.
د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ د دې پروژې دوه برخې د ایران له خوافه د شمتیغ تر پولې د ۷۶ کیلومترو په کچه مخکې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو دي او د درېیمې برخې کار یې د شمتیغ له پولې څخه تر غوریان ولسوالۍ، چې ۶۲ کیلو متره کیږي؛ ۹۵ په سلو کې بشپړ شوی دی.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د دغو څلور واړو برخو له بشپړیدو سره به د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې ښکاره بدلون رامنځته او د هېواد اقتصادي وده به هم ورسره چټکه شي.
 
https://avapress.com/vdci3yaz3t1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته