دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 197901
اروزګان کې يو پوليس په ٢٥ کلونو بند محکوم شو
د اروزګان ولايت يوې محکمې په علني غونډه کې د پوليسو يو سرتېرى د خپلو دوو ملګرو د وژلو په جرم په ٢٥ کلونو بند محکوم کړ.
احمدالله چې د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ اوسېدونکی دی، شپږ میاشتې مخکې يې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د دندې پرمهال د خپلې پوستې دوه ملګري وژلي وو.

د نوموړي دويمه علني محکمه  نن ترسره سوه، چې پرمهال يې د تورن په ګډون د هغه مدافع وکیل، د دوسيې اړوند څارنوال، قاضیانو او یوشمېر عامو اوسېدونکو هم برخه لرله.

د محاکمو د رييس قضاوت يار فهيم الله نيازي په مشرۍ ترسره شوې قضاييه غونډه کې نظامي څارنوال شرافت الدین د متهم کس دوسيه چې په خپل جرم يې هم اعتراف کړی، ولوسته.

څارونوال وويل ، اسناد او شواهدو ته په کتلو د اروزګان شهري محکمي په لومړۍ پرېکړه کې احمد الله په ۲۵ کاله بند محکوم کړی دى، چې وروسته تورن او مدافع وکیل يې د استیناف غوښتنه وکړه.

تورن کس او د هغه مدافع وکيل بيا د ابتداييه محکمې له خوا شوې پرېکړه غير عادلانه بولي او د مرافعه  محکمې غوښتنه يې کړې وه.

تورن احمد الله وويل، د شپې څلور بجې وې، چې هغه پر خپلو دو ملګرو ځکه ډزې وکړې، چې ګومان يې کاوه طالبان دي او ياهم د هغه د وژلو لپاره راغلي دي.

د هغه مدافع وکیل بیا خپل موکل معتاد کس بولي او وايي چې د نشې په حالت کې يې پر دوو نورو پولیسو ډزې کړې وې.
دوى دواړو له محکمې څخه د عدالت غوښتنه وکړه.

خو د علني غونډې په پای کې د اروزګان د محاکمو رییس او ورسره قضايي غړو د احمد الله د دوسیې اړوند د ابتداييه محکمې  پرېکړه تاييد او هغه یې په ۲۵ کاله بند او ۴۳۰ افغانيونغدي جریمي په ورکولو محکوم کړ.

دا په تېرو اتلسو کلونو کې لومړی ځل دى چې اروزګان کې قضایي ارګانونه په علني توګه پرېکړه کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxmqss2bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته