دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۰
د مطلب کود : 197904
بدخشان کې د ځمکې ښویدو پېښه کې شپږ کان کېندونکي مړه شوي
په شمال-ختیځ بدخشان ولایت کې چارواکي وایي چې د ځمکې ښویدو په یوې پېښې کې لږ تر لږه شپږ سیمه ایز کاریګر مړه شوي دي.

دا پېښه د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۱۱) د راغستان په ولسوالۍ کې شوې او ټول قربانیان سیمه ایز کان کېندونکي دي چې د سرو زرو یوه کان یې سپړه.
په پېښه کې ۳۰ نور کاریګر ژوبل شوي دي.
چارواکي وايي په دغه سیمه کې د سرو زرو ډېرې طبیعي زېرمي شته چې له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا د طالبانو په لاس کې دي.
چارواکي وايي طالبان په ناقانونه توګه دا معادن سپړي.
د بدخشان د ولایتي شورا یو غړي عبدالناجي نظري اسوشیتدپرس ته ویلي دي چې ډېر کاریګر د څو ساعتونو لپاره په کان کې دننه ایسار پاتې وو.
په ۲۰۱۴ کال کې هم د ځمکې ښویدو په یوې پېښې کې په بدخشان کې لږ تر لږه ۳۵۰ کسان مړه شول. په ۲۰۱۲ کال کې په بغلان کې هم په یوه ورته پېښه کې ۷۱ تنه مړه شول.
 
https://avapress.com/vdcfxedyjw6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته