کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رولا غني:

د امریکې پیسې بیرته امریکې ته وړل شوي

22 قوس 1398 ساعت 11:29

حکومت وايي هغه پیسي چې امریکې په افغانستان کې لګولي غټ شمیر یي بیرته امریکې ته تللي دي.
دا څرګندوني د واشنګټن پوست ورځپاڼي د هغو اسنادو د خپرولو په غبرګون کې شوي چې امریکې کې د افغانستان د ماموریت په باب خپآره شوي دي.
له کلونو راهیسي داسي ویل کیدل چې د امریکایي ټکس ورکونکو له ماليي را ټولي کړای شوي پیسې د امریکې له لوري په افغانستان کې سمي نه دي لګول شوي.



څو ورځې وړاندې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یو راپور خپور کړ چې امریکایي ځواکونو منلې چې په افغانستان کې د دغه هېواد تګلاره ناقصه وه او د امریکا متحده ایالاتو د یوه باثباته هېواد په توګه د افغانستان د بدلون لپاره سلګونه میلیونه ډالره بې‌ځایه ورکړي دي.
خو د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني چې نن یې په کابل کې د «امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د مېرمنو ګډون» په غونډه کې خبرې کولې وویل، د امریکا له لوري ټولې مرسته شوې پيسې پر افغانستان نه‌دي لګول شوي او ډېره برخه یې په افغانستان کې پر مېشتو ځواکونو لګېدلې دي.
د مېرمن غني په خبره، امریکا په افغانستان کې په تېرو اتلسو کلونو کې ۲ ټرېلیونه ډالره پانګونه کړې چې له ډلې یې ۱۲۱میلیارډه په امنیتي، اقتصادي او له نشه‌يي توکیو سره د مبارزې په برخه کې لګول شوې دي.
هغه پټ سندونه چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ترلاسه کړي ښيي چې له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په سپینه ماڼۍ کې بېلابېلو دولتونو د افغانستان جګړې د بریالي ښودلو لپاره د متحده ایالاتو له وګړیو حقایق پټ کړي دي.
په یادو سندونو کې د هغو افغان چارواکو نومونه هم راغلي چې پیسې یې حیف و میل کړي او غټي پروژي یې د خپلو کورنیو غړو او خپلوانو ته د پلي  کولو لپاره ورکړي دي.
په یادو کسانو کې د دفاع وزیر رحیم وردګ او د بل دفاع وزیر بسم الله خان نمونه هم راغلي.
دغو دوو کسانو د سلهاوو ملیونه ډالرو په ارزښت پروژي خپلو خپلوانو او شریکانو ته ورکړي او پرته له دې چې کیفیت یي وڅیړل شي د پروژو پیسې له تر لاسه کیدو وروسته له افغانستان څخه دوبۍ، ترکیي او امریکې ته ایستلي دي.
ویل شوي چې د جنرال رحیم وردګ زامنو څلور ټاپو ګان او په لسګونو تجارتي او غیر تجارتي ودانۍ په امریکې او دوبۍ کې پيرلي دي.
په اسنادو کې د بسم الله خان یادونه هم شوي چې د څارویو د پچو د اخیستلو په پلمه یي ۱۰ ملیونه امریکايي ډالر حیف و میل کړي دي.
په اسنادو کې راغلي چې بسم الله خان دغه پچۍ د دفاع وزارت ګلانو او چمنونو ته قرار داد کړي وي په داسي حال کې چې د یادې اندازي پچو بیه ښایي له ۲۰۰ تر ۳۰۰ امریکايي ډالرو پوري وي په داسي حال کې چې هغه لس ملیونه ډالر په دغه پلمه ایستلي دي.
دا سندونه چې د افغانستان په جګړه کې له مسوولو کسانو سره شاوخوا ۴۰۰ مرکې او همدارنګه د امریکا د وخت له دفاع وزیر ډونالډ رامسفلډ یادښتونه په‌کې شامل دي، د واشنګټن پوسټ د خبریالانو په وینا، دا ښيي چې د امریکا د ولسمشرانو، وزیرانو، ډیپلوماټانو او جنرالانو څرګندونې له حقایقو سره څومره په تضاد کې وې.


د مطلب کود: 197932

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197932/د-امریکې-پیسې-بیرته-ته-وړل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com