کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مسعود اندرابي: د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې ۱۰ سلنه کمې شوي

22 قوس 1398 ساعت 13:09


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې د افغان پولیسو مرګ ژوبلې په سلو کې ۱۰ کمې شوي دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي نن  وویل، سره له دې چې طالبانو سږ کال حملې په سلو کې ۱۲ زیاتې کړي خو د افغان امنیتي ځواکونو تلفات په سلو کې ۱۱ لږ شوي دي.
ښاغلي اندرابي، چې د سولې په باب د ښځو مشورتي کنفرانس ته وینا کوله، همداراز وویل، له ۲۰۰۱ م کال راهیسې له طالبانو سره په جګړه کې ۶۴ زره ۱۲۴ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
ده په دې موده کې د وژل شویو طالبانو او نورو دولت مخالفو وسله والو شمېر ۴۲ زره ۱۰۰ تنه وښود.
په دې ناسته کې د افغانستان لومړۍ مېرمن رولاغني د افغانستان د تصویر په وړاندې کولو کې د رسنیو منفي رول وغانده.
دې وویل چې د نړیوالو مرستو د افغانستان په سوکالۍ او پرمختګ کې مهمه ونډه لرلې ده.


د مطلب کود: 197933

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197933/مسعود-اندرابي-د-افغان-امنیتي-ځواکونو-مرګ-ژوبلې-۱۰-سلنه-کمې-شوي

آوا
  https://www.avapress.com