دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 197934
د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ غزولو تړون لاسلیک شو
د خواف -هرات د ٤٣ کیلو مټره لارې د اوسپنې پټلۍ غزولو تړون له یو قزاقستاني شرکت سره لاسلیک شو. د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ غزولو تړون نن(پنجشنبه لېندۍ ٢١مه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني په حضور کې د افغانستان ټرانسپورټ وزارت، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسؤولینو، د قزاقستان سفیر او د قزاقستاني شرکت انکان له مسؤولینو سره لاسلیک شو.
د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وایي، د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ به په دوو مرحلو کې جوړه شي، او په هرات کې د دې پروژې د دویمې مرحلې د ترمیم لپاره به له اېټالیې هېواد ٦٥ میلیون یورو پور کړي.
یاد وزارت وایي، د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د څلورمې برخې د ترمیم لپاره چې د هرات تر هوایي ډګر د ٤٤ کیلومټره اوږودالی لري، له اېټالیې هېواد به د ډېرې مودې لپاره پوره وړي وي.
د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وایي، یاد تړون د قزاقستان هېواد د انکان شرکت سره لاسلیک شو، چې د اوسپنې پټلۍ چارې به په ١٦ میاشتو کې  بشپړې شي.
کابل کې د قزاقستان سفیر حلیم یسین ګلدییف په افغانستان د قزاقستاني شرکت دا لومړۍ پروژه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې د قزاقستان یو شمېر نور شرکتونه هم په افغانستان کې د انرژۍ او فناورۍ په برخه کې د کار کولو لېوالتیا لري او په دې اړه له افغان حکومت سره په جریان کې دي.
د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ تړون په ١٣٨٦ کال کې د افغان حکومت او ایران ترمنځ لاسلیک شوی ، د تړون له مخې چې د  اوسپنې پټلۍ ٢٢٥ کیلو مټره لاره به په څلورو برخو کې جوړه شي.
د تړون پر اساس د ایران د دغې لارې درې برخې جوړې کړي او د دې پروژې پاتې یوه یا څلورمه برخه د افغان حکومت له لوري جوړیږي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، یاده لاره به تر ١٤٠٠ ه ش کال په بشپړ ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اقتصادي چارو شنوونکې ديته غوښې څرګندوي او وايې چې د افغانستان د ځان بساينې او په خپلو پښو د دريدو لپاره دا ډول پروژي مهمې دي.
دوی زياتوي چې يو خو به په ملې عوايدو کې ډيرالی راشې او له بلې خوا به په کور دننه افغانستان کې خلکو ته کار پيدا شې. او د نورو هيوادو له تګ څخه به خلاص.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د وګړړ ډيری برخه ځوانان جوړي. چې د غريبي او د کار د نشتون له امله نورو هيوادو ته مسافر شوي دي.
https://avapress.com/vdcipyaz5t1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته