دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 197943
اسلام اباد: پوهنتون کې د محصلينو د دوو ډلو ترمنځ نښته کې يو تن وژل شوی، ګڼ ټپيان دي
د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون کې د محلصينو د دوو ډلو ترمنځ نښتې او ډزو  له امله لږ تر لږه يو محصل وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د پوهنتون ادارې ويلي، د اړي ګړي د مخنيوي لپاره به نن د جمعې په ورځ پوهنتون تړل شوی وي.
د پوهنتون محصلين وايي، د جماعت اسلامي اړوند د محصلينو تنظيم «اسلامي جمعيت طلبه» د کتابونو نندارتون جوړ کړی و، چې د سرائيکي محصلينو له لوري پرې برید وشو، د اخ و ډب او ډزو په نتيجه کې يو محصل وژل شوی او لسو زیات ټپيان شوي دي.
د پوهنتون چارواکي وايي، ټپي محصلين د اسلام اباد مرکزي «پيمز» روغتون ته لېږدول شوي او د وضعيت کنټرول لپاره پوهنتون ته ګڼ شمېر پوليس او «رينجر» امنيتي ځواکونه راغوښتل شوي دي.
د محصلينو ترمنځ دا نښته په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د جماعت اسلامي ګوند مرسيتال امير لياقت بلوڅ د کتابونو نندارتون پر مهال د مېلمه په توګه وينا کوله.
ويل کيږي، چې د محصلينو د دواړو ډلو ترمنځ له تېرې اوږدې مودې راهيسې لفظي شخړې او ناندرۍ روانې وې، خو تېره ورځ دا ناندرۍ او لفظي شخړې په تاوتريخوالي او نښتې واوښتې.
د اسلام اباد مرستيال کمشنر وايي، د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه يې پوهنتون ته امنيتي ځواکونه راغوښتي، په ليليو کې تالاشي او پلټنې روانې دي.
د محصلينو د دوو ډلو ترمنځ د نښتې له امله د افغانانو په شمول د بهرنيو هېوادونو محصلين له ستونزو سره مخ دي.
د يادونې وړ ده، چې په نړيوال اسلامي پوهنتون کې له زرو زیات افغان محصلين هم په زده کړو بوخت دي.
https://avapress.com/vdci5yazpt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته