کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: خبرې مو د لنډې دمې لپاره درولي، تر څو طالبان پر مهمه موضوع له خپلو مشرانو سره مشوره وکړي

22 قوس 1398 ساعت 13:54


د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، پر بګرام امريکايي اډې يې د طالبانو برید غندلي او په دې اړه يې له طالبانو سره د ناستې پر مهال «ناخوښي» څرګنده کړې ده.
خلیلزاد په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي: «نن مې چې له طالبانو سره وليدل، ما پر بګرام د برید په اړه غوسه څرګنده کړه، طالبان بايد دا وښيي، چې دوی د افغانانو له هيلو سره سم سولې ته لېواله دي.»
هغه زياته کړې، چې له طالبانو سره روانې خبرې يې د لنډې مودې لپاره ځنډولي، تر څو طالبان له خپلو مشرانو سره پر مهمه موضوع سلامشورې وکړي.
خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له نږدې درې مياشتو ځنډ وروسته د افغانستان کشالې د سوله ييز حل لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لسم پړاو پيل شوی و، خو د خلیلزاد په وينا د بګرام برید له امله يې د لنډې مودې لپاره دا خبرې درولي دي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين هم تېر ماښام ناوخته په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و، چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د مرکچي ټيم څو غړو د امريکا د مذاکراتي ټيم له غړو سره په مثبته فضا کې وکتل او دواړو لوريو هوکړه وکړه، چې له لنډې دمې او خپلمنځي مشورو وروسته به دا خبرې بېرته پيل کړي.
ځينو کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړې وه، چې کيدای شي د بګرام برید له امله يو ځل بيا دا خبرې وځنډول شي، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د دغه برید د غندلو سربېره ويلي و، چې د سولې خبرې به روانې وي.


د مطلب کود: 197944

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197944/خلیلزاد-خبرې-مو-د-لنډې-دمې-لپاره-درولي-تر-څو-طالبان-پر-مهمه-موضوع-له-خپلو-مشرانو-سره-مشوره-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com