د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې یوه پولیس خپل اووه همسنګري وژلي او ټولې وسلې او مهمات یې طالبانو ته وروړي.
د زابل ولایت یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط «سلام وطندار» ته ویلي، چې تېره شپه په شهر صفا ولسوالۍ کې یوه نفوذي عسکر د خپلې پوستې اووه همسنګري په ډزو وژلي او د پوستې ټولې وسلې او مهمات یې طالبانو ته وروړي.
د زابل ولایت امنیتي چارواکو تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
طالبانو که څه هم د نفوذي عسکر په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د یادې ډلې ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي «تیره شپه د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ اړوند سنګر مانده سیمه کې د مزدورو عسکرو پوسته فتحه شوه. ۷ تنه عسکر ووژل شول، یو رینجر، یو لوکسل موټر له منځه لاړل، ۱۵ میله سپکه او درنه وسله او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.»
یاده دې وي، طالبان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ګڼ شمېر نفوذي کسان لري، چې وخت ناوخته د عسکرو په منځ کې بریدونه سرته رسوي او هغوی ته مرګ ژوبله وراړوي.