کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: د طالبانو سره مذاکرات د لنډ وخت ودرول شوه

22 قوس 1398 ساعت 13:34

په بګرام کې د امریکایی ځواکونو پر هوایی هډه باندی طالبانو برید وروسته چی دوه تنه غیری نظامیانه وژلي او لسګونه نور ټپیان کړي، امریکایی چارواکې نن جمعه ورځ اعلان کړ چی مذاکرات ددی ډلې سره په قطر کې ودرول شو.



 
زلمی خلیلزاد، د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره، نن جمعه خپل تویتر پاڼه کې طالبانو چهارشنبه برید ته په اشاره سره ولیکل: ما د طالبانو سره لیدنه کړي او بګرام کې برید څخه می خواشینۍ شکاره کړ.
هغه لیکلی دی: موږ هغوی ته یو لنډ وقفه ورکوو ترڅو خپل رهبری سره دا اساسی موضوع باندی مشوره وکړی.
خلیلزاد په دی تویتری لیک کې لیکلی دی چی طالبان باید خپل اراده او توان د افغانانوسولې هیلو ته ځواب ورکولو لپاره شکاره کړی.
سهیل شاهین، د طالبانو سیاسی دفتر ویاند په قطر کې وویل چی جمعه ورځی لیدنه ډیر ښه او دوستانه وو.
شاهین لیکلی دی: دواړه لوری تصمیم نیولی دی چی د څو ورځو مشوری وروسته به خبری بېرته د سره ونیول شی.
 


د مطلب کود: 197948

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197948/خلیلزاد-د-طالبانو-سره-مذاکرات-لنډ-وخت-ودرول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com