دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 197959
ننګرهارکې د پاکستانیوکلدارو پرضد زبردسته کمپاین ترسره شو
د ننګرهار ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسؤلینو، د مدني ټولنو استازو او یو شمیر ځوانانو په دې ولایت کې د پآکستانیو کلدارو پر ضد زبردست کمپاین ترسره کړ.
دغو ځوانانو تیرماښام د ښآر په واټونو کې  د پاکستانیو کلدارو د بندښت پیغامونه ورکول او له ولسونو یې غوښتنه کوله چې، په راکړه ورکړه کې له افغانیو کار واخلي.
د دې کمپاین پرمهال د دې ولایت د اطلاعات او کلتور رئيس رحیم الله خوږیاڼي وویلې:
(( افغانۍ زموږ هویت دی، موږ چې څومره له خپلو خلکو او هېواد سره مینه لرو هماغومره له خپلو افغانیو سره هم مینه لرو)).
مدني فعالان وایي، دوی به په دې ولایت کې د پاکستانیو کلدارو د بندښت لپاره خپلې هلې ځلې لا چټکې کړي او له حکومتي چارواکو هم په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
دغو مدني فعالانو د دې د پاکستانیو پر ضد په خپل دې اعتراض کې په شپږو مادو کې یو پرېکړه لیک هم صادر کړ چې، په کې د افغانیو د دودولو غوښتنه شوې وه.
ننګرهار کې د پاکستانیوکلدارو پر ضد دا خوندور کمپاین داسې مهال ترسره کیږي چې، اوس هم په دې ولایت کې په پاکستانیو کلدارو راکړه ورکړه په ازادانه  ډول روانه ده.
له دې وړاندې په خوست ولایت کې هم د پاکستانیو کلدارو دبندښت غوښتنه شوې وه او مسولینو په دې برخه کې عملي اقدامات هم پيل کړي وو.
دپاکستانیو کلدارو پر ضد په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمیر ولایتونو کې غبرګونونه ډیر شوي خو خلک په دې برخه کې دولت په بې غورۍ تورنوي او وایي په کلکه یې دمخنیوي په برخه کې اقدام نه  کوي.
https://avapress.com/vdcftedy1w6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته