دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۰
د مطلب کود : 197960
خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره ولیدل
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په اسلام اباد کې له شاه محمود قریشي سره په کتنه کې د افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان هلې ځلې وستایلې.
خلیلزاد وروسته له دې چې تر نامعلومې مودې پورې د له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډولې، اسلام اباد ته لاړ چې باور کېږي د طالبان مشران هلته مېشت دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، ښاغلیو خلیلزاد او قریشي د افغانستان د سولې د پروسې په ګډون د سیمې د امنیت او ثبات په اړه خبرې وکړې.
پرون زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې وروسته له دې وځنډولې چې طالبانو په بګرام کې حمله وکړه.
خلیلزاد په څو پرله پسې آویټونو کې ویلي، طالبان باید وښيي چې د سولې لپاره د افغانانو غوښتنې ته ځواب ویلی شي او د دې لپاره چې طالبان پر دې مهمه موضوع له خپل مشرتابه سره مشورې وکړي د سولې په خبرو کې لنډ ځند راولي.
نوموړي تیره شپه پر ټویټر لیکلي چې د پنجشنبې د ورځې په خبرو کې یې پر بګرام د وروستۍ حملې له کبله چې لږترلږه دوه کسان پکې ووژل شول او تر اویا زیات ملکي وګړي ټپیان شول طالبانو ته خپله غوسه څرګنده کړې ده. طالبانو هم په روانو خبرو کې وقفه تایید کړې خو دا یې نه دي ویلي چې د بګرام برید د دې خبرو د ځنډ سبب شوی دی.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د تشدد کمېدا ممکن د طالبانو د قطر استازي له خپلو مشرانو سره د تشدد د کمېدا په اړه هم مشوره وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ته وویل چې پاکستان له پیله په دې باور و چې د افغانستان مسله د جګړې له لارې نه شي حل کېدای او یوازینۍ حل لار د خبرو له لارې ممکنه ده.
ده همداراز ویلي، پاکستان هیله لري چې د امریکا او طالبانو خبرې ژر بېرته پیل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ښاغلي خلیلزاد ښاغلي قریشي ته په قطر کې د طالبانو او امریکا د خبرو په اړه معلومات ورکړل.
د چارو کتونکي وايي، د امریکا او طالبانو په خبرو کې د نه پرمختګ له کبله خلیلزاد اړ شوی چې پاکستان ته لاړ شي او د دغه هیواد له چارواکو وغواړي چې طالبان د تشدد کمولو او په خبرو کې پرمختګ ته وهڅوي.
https://avapress.com/vdch-qnzv23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته