دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 197976
پاکستان ته د خلیلزاد سفر
 په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو کې د لنډې وقفې تر رامنځته کېدو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې دغه لنډه وقفه پداسې حال کې رامنځ ته شوې چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ د بگرام هوایي ډگر ته نژدې د یو روغتون په ودانۍ کې د موټر بمي او وسله وال برید پړه منلې ده.
پدغه برید کې دوه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
د پیښې قرباینان ټول ملکي وگړي دي.
ښاغلي خلیلزاد ددغه برید په تړاو په خپل ټویټر لیکلي دي چې د طالبانو سره په خبرو کې یې پدې وجه سخته غوسه څرگنده کړې ده:
پاکستان ته د ښاغلي خلیلزاد د تگ په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د «لیندۍ پر ۲۲مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې زلمي خلیلزاد جمعه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.
بیان وايي، چې دواړو لورو په افغاستان او سیمه کې د سولې او ثبات پر مسئلو باندې خبرې کړي دي.
نوموړي ویلي، چې پاکستان د یو ګډ مسؤلیت له مخې د افغانستان په سوله کې له اخلاص نه همکاري کوي.
اعلامیه وايي، چې زلمي خلیلزاد شاه محمود قریشي ته په دوحه کې له طالبانو سره د روانې اونۍ د مذاکراتو په اړه هم معلومات ورکړل.
معلومه نه ده، چې د سولې دغه خبرې به بېرته کله پیل شي.
https://avapress.com/vdceff8zpjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته