دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 197978
ننګرهار ولایت کې د خوړو خوندیتوب نړیواله ورځ د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په کوربتوت ونمانځل شوه چې په کې د ننګرهار د ولایت مرستیال حبیبې کاکړ، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجینر سمیع الله نصرت د اړونده ادارو مسئولينو او د کرنې د انستیتوت استادانو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د خوړو خوندیتوب د انسانانو لپاره د ژوند اړینه برخه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د ولایت مقام رهبري په دغه برخه کې د ستونزو د حل په موخه هر راز همکارۍ ته چمتو ده.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس انجینر سمیع الله نصرت د پروګرام پرانستونکې ، د خوړو د خوندیتوب او مدیریت په تړاو خپله وینا واوروله .
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په اړونده برخو کې د ترسره کړیوفعالیتونو په اړه هم معلومات شریک کړل
 
https://avapress.com/vdcguu9q7ak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته