دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 197980
د امریکا استازو مجلس د ټرمپ ضد تورونه تايید کړل
د امریکا د کانگرس استازو د مجلس قضایي کمېټې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح لپاره تورونه تایید کړي دي. په دغو تورونو کې د سیاسي گټو لپاره له واک نه ناوړه ګټه اخیستنه او د اوکراین د قضیې په اړه د کانگرس د پلټنو په وړاندې د خنډونو رامنځ ته کول شامل دي.
په قضایي کمېټه کې ددغو تورونو تایید چې اکثریت غړي یې دموکراتان دي، تر ډېره حده د ټرمپ د استیضاح لپاره لاره پرانیزي.
خو بیا هم ټاکل شوې چې د جمهوري غوښتونکو په گډون د کانگرس غړي راتلونکې اونۍ د ټرمپ د استیضاح په اړه رایې ورکړي.
ټرمپ او د کانگرس جمهوري غوښتونکو غړو تر اوسه د دموکراتانو له لوري لگول شوي تورونه رد کړي دي او هغه یې د سیاسي انگېزې له مخې لګول شوي تورونه گڼلې دي.
https://avapress.com/vdcjoaevyuqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته