دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 197986
عبدالله: د تقلبي رأیو په اساس حکومت جوړېدو ته اجازه نه وروکوو
د ثبات او همپالني ټاکنیزي ډلي مشر عبدالله عبدالله جمعه ناوخته کابل کي د خپلو پلویانو تر منځ اعلان وکړ چي په هغو ۷ ولایتونو کي چي پلویانو یې د رایو د بیا شمېرني مخه نیولې ده، د دې بهیر د بشپړېدو اجازه ورکوي.
نوموړي له خپل پلویانو وغوښتل چي له بل سبا ‘یکشنبې’ وروسته د دغو رایو د بیا شمېرني اجازه ورکړي.
عبدالله وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د جمعې ورځي مشورتي غونډي هرکلی کوي.
د نوموړي په وینا دغه غونډه د ټولو افغانانو او په ټاکنو کي د ښکيلو اړخونو لپاره یو ښه فرصت و چي پوه سي، ‘ستونزه په کوم ځای کي ده.’
عبدالله وویل، نن ټول پوهېږي، چي ‘ستونزه د درغلۍ او شفافیت تر منځ ده.’
ده زیاته کړه، پاته ۷ ولایتونو کي د ټاکنو کمېسیون د تړل سویو مرکزونو پرانیستل کيدو غوښتنه ځکه کوي چي په خبره یې نه غواړي ‘څوک بیا هم کومه پلمه وکړي. ‘
عبدالله کابل کي ماخستن ناوخته په داسي حال کي چي مرستیالان او نور مهم ملاتړي یې شاوخوا ولاړ وو وویل، هغه رایي اوس هم نه مني چي د دوی ټاکنیزي ډله اعتراض پر لري، خو په وینا یې ‘یوازې د ښه نیت څرګندولو’ له پاره یې دا پرېکړه کړې ده.
د ثبات او همپالني ټاکنیزي ډلي مشر وویل: ‘د ټاکنو کمېسیون ته په کار ده چي پر خپله غیرقانوني پرېکړه له سره غور وکړي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دي د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کي عمل وکړي. ‘
د نوموړي په خبره دوی او ټاکنيزي ډلي یې غوښتل له قانوني لاري خپل ږغ د کمېسیون چارواکو تر غوږونو ورسوي.
ښاغلی عبدالله وویل:
”غواړم یو ځل بیا په ټینګار سره ووایم، چي هر ډول قسمي، لومړنۍ او یا وروستۍ تقلبي رایي نه منو. ”
ده ټینګار وکړ چي ‘هيڅ څوک دي داسې خوبونه نه ویني، چي د ۲۰۱۴ کال په څېر به د تقلبي رایو له لاري پر خلکو حکومت وکړي.
د ټاکنو کمېسیون نژدې یوه میاشت وړاندي پرېکړه وکړه چي د شاوخوا ۸۵۰۰ محلونو رایي د ځینو ستونزو له امله له سره شمېري.
خو د ټاکنو کمېسیون د دغه پرېکړي په غبرګون کي د ثبات او همپالني ټاکنیزي ډلي مشر عبدالله عبدالله په ګډون د ولسمشرۍ یو شمېر نور نوماندانو اعتراضونه پيل کړل.
https://avapress.com/vdcfcedyvw6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته