کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله کمیسیون ته په ۷ پاتې ولایتونو کې د بیا شمیرنې اجازه ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 قوس 1398 ساعت 12:33

د ثبات او همپالنې تیم مشر عبدالله عبدالله کمیسیون ته د هغو ۷ ولایتونو رایو د بیا شمیرنې اجازه ورکړه، چې د دوی د پلویانو له خوایې مخه نیول شوې وه.



ښاغلي عبدالله پرون جمعه د شپې نهه بجې د یوې خبرې غونډې په جریان کې وویل دا پریکړه یې د خپل ټیم د رهبري شورا تر هوکړې وروسته کړې ده.
عبدالله وویل دا کار د دې لپاره کوي چې کمیسیون ته د شفافیت نه کولو لپاره بله پلمه ورپاتې نه شي.
خو دا خبرداری یې هم ورکړی چې دا کار یې د دې لپاره نه دی چې ګني د کمیسیون پریکړه یې منلې، بلکې غواړي په دې کار سره له راتلونکي ملامتیا ځان وساتي.
عبدالله وویل پر خپل دریځ ولاړ دی او په هیڅ صورت اجازه نه ورکوي چې یو څوک د درغلیو له لارې بیا واک ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې دي چې د ټاکنو کمیسیون پرون په یوه ناسته کې له دوی وغوښتل چې په ۷ پاتې ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې اجازه ورکړل شي.
د دې پریکړې به اساس کمیسیون کولی شي چې د یکشنبې په ورځ په پاتې ولایتونو کې هم پاتې رایې بیا وشمیري
 


د مطلب کود: 197991

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197991/عبدالله-کمیسیون-ته-په-۷-پاتې-ولایتونو-کې-د-بیا-شمیرنې-اجازه-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com