دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 197993
د ایران او روسیې د رسندوي ملګرتیا پراختیا ګټه وره ده
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو مرستیال د ایران او روسیې د د رسندوي ملګرتیا په پراختیا باندې په ټینګار سره وویل: د رسندوي ملګرتیا پراختیا د تهران او ماسکو د اړیکو له پراختیا سره مرسته کوي.۲
پيمان جبلي چې د ایران د رسندوي پلاوي په مشرۍ د ایران او روسیې د رسندوي ملګرتیا د کمیټې په غونډه کښې د ګډون په موخه ماسکو ته تلی دی، زیاته کړه: د ایران او روسیې د رسنیو متقابله اشنايي د دواړو هیوادونو د اړیکو له پراختیا او د چارواکو او ولسونو ترمینځ د ارتباطاتو له ژورتیا سره مرسته کولی شي.
جبلي هم داشان د دوه اړخیزې ملګرتیا د پراختیا لپاره د ایران او روسیې د رسنیو هوډ او ارادې ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې د بهرنیو خپرونو برخې له ډیرې مودې مخکښې راهیسې له روسي رسنیو سره خپلې اړیکې ټینګې کړې دي او د دواړو لورو له خوا یولړ ګډ پروګرامونه هم تعقیب شوې دي.
https://avapress.com/vdcdn50fsyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته