کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان به اوس افغانان په کوم نوم وژني؟

23 قوس 1398 ساعت 13:35


طالبانو تېر اتلس کلونه افغانان په دې نوم ووژل چې ګنې مزدوران دي او د اشغالګرو ملاتړ کوي، خو اوس چې له امریکا سره هوکړه وشوه چې طالبان به افغانستان کې پرې بریدونه نه کوي، ټول حیران دي چې ولې له امریکا سره اوربند او له افغانانو سره جګړه.
طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې دوی به ترهغې چې امریکان له افغانستان وځي، هیڅ ډول بریدونه نه کوي او پر افغانانو به بریدونه دوام پيدا کړي.
دا ټولو ته جالبه ده چې د امریکا پرضد جګړې تر شعار لاندې کلونه افغانانو قرباني ورکړه، خو اوس چې امریکا له افغانستان وځي، بیا هم پر امریکا بریدونه نه کیږي او پر افغانانو به بریدونه دوام پيدا کړي.
طالبانو ویلي تر څو چې له افغان حکومت سره خبرې پيل کیږي او اوربند کیږي، پر افغانانو به ځانمرګي بریدونه، ماین چاودنې او ډله ییز بریدونه دوام پیدا کړي.
خو طالبي منطق د دې لپاره اوس هیڅ دلیل او شرعي جواز نه لري چې څنګه پر خپل مسلمان افغان باندې بریدونه کوي، څنګه جګړه روا بولي او څنګه دوام ورکوي.
تیرو کلونو کې خو یې پلمه دا وه چې افغانستان اشغال دی او دوی به امریکایان باندې بریدونه کوي، پر افغان ځواکونو یې ځکه بریدونه کول او وژل یې ورته روا ګڼل چې د مزدور خطاب یې ورته کو.
خو اوس منطق څه دی؟
اوس به طالب وایي چې د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي، تر څو چې له افغان حکومت زیات امتیازات ترلاسه کړي ، نو بریدونو ته به دوام ورکوي، یانې بریدونه یې هیڅ شرعي جواز نه لري، پخوا هم افغانانو وژلو ته شرعي جواز نه و، خو دا چې اشغال پلمه وه، طالب خپل منطق ورته برابر کړی و.
تاسو ولیدل چې د دوشنبې په ورځ د سهار لس بجې یې د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې موټر بم برید وکړ چې افغان پوځیان پکې شهیدان او ټپیان شول.
د دې تر څنګ کندز کې یې د هوان مرمۍ توغولي، یوه مرمۍ د چاردرۍ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ باندې لګیدلي او دوه نورې د کندز ښار کابل بند سیمه کې لګیدلي چې شاوخوا ۲۶ کسان یې ټپيآن کړي او اکثره یې ملکیان دي.
طالبان د دې لپاره د خپلو بادارانو ګټې خوندي کړي، جګړه کوله او جګړه به کوي، طالب سره نه مخکې د جګړې جواز و، نه اوس شته او نه به راتلونکی کې وي، خو دا چې ایاتونه او احادیث غلط تفسیر کوي، خپل جنګیالي یې ګمراه کړي او جګړه پرې کوي.
د طالبانو ماینونه لا هم د ځینو سړکونو غاړو او منځ کې ښخ دي چې هره ورځ د ملکی وګړو ژوند اخلي.
زما نه هیریږي چې طالبانو یوه اعلامیه کې وویل چې دوی چې تیر اتلس کلونو کې څومره خلک وژلي ټول یې جاسوسان او مزدوران و.
یانې د طالبانو په بریدونو او ماین چاودنو کې څومره بې ګنا ملکي وګړي وژل شوي، طالبانو ورته د جاسوس خطاب کړی دی.


د مطلب کود: 198002

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198002/طالبان-اوس-افغانان-په-کوم-نوم-وژني

آوا
  https://www.avapress.com