کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سټار انډ سټرایپ:د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره له لومړي سره ناسمه وه.

23 قوس 1398 ساعت 15:02


سټار انډ سټرایپس نشریه په خپل یوه مطلب کې د سیاسي او نظامي چارو له فعالینو سره خبرې کړې دي.
پخواني امریکايي نظامي چارواکي ویلي چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره له لومړي سره ناسمه وه. پخواني امریکايي نظامي ویلیام فالون وايي د افغانستان د اتلس کلن ناورین ختمول دومره اسانه کار نه دی.
دده په خبره د سولې خبرې ښې دي خو امریکا له لومړي سره د افغانستان په اړه واضح، منظمه او سمه تګلاره نه لرله.
فالون دغه راز وایي چې ښایي امریکا لا هم د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره سمه او عملي لار نه وي غوره کړې.
د نوموړي په خبره امریکايي جګړه په افغانستان کې خورا خونړۍ او پېچلې سوې ده نو له همدې امله یوازې د سولې د خبرو په پیل او په دې برخه کې په هڅو ددې امکان ډېر کم دی چې دغه اتلس کلن ناورین ختم کړل سي.


د مطلب کود: 198003

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198003/سټار-انډ-سټرایپ-د-افغانستان-په-اړه-امریکا-تګلاره-له-لومړي-سره-ناسمه-وه

آوا
  https://www.avapress.com