دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 198004
طالبانو سږ کال غور کې اووه مخابراتي پایې الوځولې دي
طالبانو سږ کال په غور ولایت کې د مخابراتي شبکو اووه پایې په بمونو تخریب کړې دي.
ځايي مسوولان وايي، طالبانو له دغو مخابراتي شبکو غوښتنې لرلې چې د نه منل کېدو په صورت کې یې طالبانو مخابراتي پایې الوځولې دي.
 د غور ولایت د مخابراتي خدمتونو یا اترا مشر سید میر غفوري وايي، دا مخابراتي انتنونه په تیوره، پسابند، شهرک، تولک او فېروز کوه ولسوالۍ کې تخریب شوي دي چې له کبله یې په دغو سیمو کې مخابراتي خدمتونه هم په ټپه درېدلي دي.
له تاند سره په خبرو کې د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي دا وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، د طالبانو لخوا د مخابراتي پایو او ستنو تخریبولو خلک په ورځني ژوند کې له ستونزو سره مخ کړي دي: (( د مخابراتي خدمتونو قطع کېدو د خلکو تر منځ مخابراتي اړیکې هم پرې کړې دي او دا یوه ورځ نه ده، له مودو راهیسې دا ستونزې د غور خلک ګالي.))
  خو د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي بیا وايي، په هغو سیمو کې چې مخابراتي پایې تخریب شوې دي، د طالبانو د نفوذ ساحې دي او بیا هلته د مخابراتي شبکو فعالول یا یې د امنیت ټینګښت سخت کار دی.
 د اترا د معلوماتو له مخې طالبانو سږ کال په ټول هېواد کې ۲۲۱ مخابراتي پایې تخریب کړې دي چې زیاتره یې د سلام شبکې اړوند دي.
https://avapress.com/vdchv6nzk23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته