کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د سیمه ییزې اردو تر ۲۰ ډېر غړي وژل شوي

23 قوس 1398 ساعت 15:19


د غزني د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې د دې ولایت په قره باغ ولسوالي کې د سیمه ییزې اردو تر ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي دي.
د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني نن (شنبه) رسنیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د قره باغ ولسوالي په لېوني بازار کې د نوي تشکیل شوې سیمه ییزې اردو پر اډې برید وکړ او لږ ترلږه ۲۳ تنه یې ووژل.
کامراني همداراز وايي چې د سیمه ییزې اردو ۹ نور غړي بې درکه دي.
د ولایتي شورا یوه بل غړي، د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې ۹ تنه بې درکه شوي کسان د طالبانو نفوذي عناصر دي.
کامراني وايي چې په اډه کې یو ټانک او نور وسایل ویجاړ شوي یا طالبانو له ځان سره وړي دي.
خو د افغانستان دفاع وزارت په دې برید کې د سیمه ییزې اردو د ۹ غړیو وژل کېدا تاییدوي.


د مطلب کود: 198005

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198005/په-غزني-کې-د-سیمه-ییزې-اردو-تر-۲۰-ډېر-غړي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com