خوښ ديک ۰

د امریکا قضایي کمېټې د ټرمپ ضد تورونه تايید کړل

د امریکا د کانگرس استازو د مجلس قضایي کمېټې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح لپاره تورونه تایید کړي دي.
د امریکا قضایي کمېټې د ټرمپ ضد تورونه تايید کړل
په دغو تورونو کې د سیاسي گټو لپاره له واک نه ناوړه ګټه اخیستنه او د اوکراین د قضیې په اړه د کانگرس د پلټنو په وړاندې د خنډونو رامنځ ته کول شامل دي.
په قضایي کمېټه کې ددغو تورونو تایید چې اکثریت غړي یې دموکراتان دي، تر ډېره حده د ټرمپ د استیضاح لپاره لاره پرانیزي.
خو بیا هم ټاکل سوې چې د جمهوري غوښتونکو په گډون د کانگرس غړي راتلونکې اونۍ د ټرمپ د استیضاح په اړه رایې ورکړي.
ټرمپ او د کانگرس جمهوري غوښتونکو غړو تر اوسه د دموکراتانو له لوري لگول سوي تورونه رد کړي دي او هغه یې د سیاسي انگېزې له مخې لګول سوي تورونه گڼلې دي.
شنبی ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود: 198006 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *