دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 198014
د نغلو برښنا بند څلورم توربین له ۱۲ کلن ځنډ ورسته بیا فعال شو
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وايي، د دغه توربین په فعالېدلو سره د هېواد د برښنا په شبکو ۲۵ میګاواټه برېښنا نوره ورزیاته شوه.

 په دې سره پنځه زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.
"په نغلو بند کې یو توربین په ۲۵ میګاواټه ظرفیت سره د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او او د برښنا شرکت د کارکوونکو له خوا یو توربین بیا فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو."
 د دې توربین په رغولو د نړیوال بانک ۳،۵ ملیونه دالر لګښت راغلی دی.
 دغه شان د برښنا د دې توربین تر څنګ په سروبي ولسوالۍ کې یو سب سټیشن هم ګټه اخیستنې ته وسپارل شو چې په خبره یې ۲۷ کلیو ته برښنا ورکوي.
د برښنا شرکت د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په ۲۴ ساعتونو کې د نغلو بند ټول څلور توربینه ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizvaz5t1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته