دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 198037
د ازبیکستان په نړیوالو سیالیو کې د هېواد د موی تای لوبغاړو ځلېدنه
د هېواد د موی تای لوبغاړو ډلې د ازبیکستان په نړیوالو سیالیو کې، ښه ځلېدلي او توانېدلي چې د دغو سالیو پای لوبې ته لاره پيدا کړي.

د دغو سیالیو په دویمه ورځ جواد کریمي په ۶۳،۵ کیلوګرامه وزن کې په خپله دویمه لوبه کې خپل ازبیکستانی سیال ناک اوټ کړ او د دغو سیالیو پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.
د هېواد بل لوبغاړی ابراهیم هزاره په ۶۷ کیلو ګرامه وزن کې، خپل کازاخستاني سیال ته ماته ورکړه.
همدارنګه امین الله کریمي هم د ځوانانو په ۵۷ کیلو ګرامه وزن کې بریالی شو چې خپل ازبیکستانی سیال مات کړي او بل پړاو ته لاره ومومي.
د موی تای نړیوالې سیالۍ د افغانستان، تاجیکستان، کازاخستان او د ازبیکستان د څلورو ډلو په ګډون د روانې زیږدیزې میاشتې په ۱۱مه په تاشکند کې پیل شوې دي.
په دغو سیالیو کې د هېواد د موی تای دوه ډلو چې پنځه لوبغاړي، دوه لوبڅاران او د ډلې یوه مشر په کې شامل دي ګډون کړی وو
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsj0f5yt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته