دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 198043
صالح: ۷ ولایتونو کې ولس نه، بلکې د ثبات او همپالنې معاشخورو ټاکنیز دفترونه تړلي وو
د دولت ساز ټاکنیزې ډلګۍ لومړی مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په ولایتونو کې تر ټولو زیاته پلان شوې درغلي کړې ده.
ښاغلي صالح پر خپله فیسبوک پاڼه نن شنبه لیکلي، کره ثبوتونه ښيي چې په ټولو ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ډلې سازمان شوې او تر ټولو زیاته درغلې کړې ده او دغې ټاکنیزې ډلګۍ اوس د رسوايي او افشا کېدو له وېرې په اووه ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلي وو.
 نوموړي زیاته کړې، په اووه ولایتونو کې د ټاکنو دفترونو په تړلو کې ولس هیڅ رول نه لري بلکې دا ټول کسان د ثبات او همپالنې د ټیم معاش خواره دي: (( ټاکنیز کمسیونونه باید په پوره امانت دارۍ سره د ثبات او همپالنې د ټیم خورجین راوسپړي او خلکو ته دې یې ښکاره کړي، تر څو یې مختورن په ډاګه شي.))
  امرالله صالح همدا راز خبرداری ورکړی چې ټاکنې ګټونکی لري او په هیڅ عنوان به لږه، ډېره او یا هم کمه برخه له چاسره په قدرت کې معامله او شراکت رامنځته نه شي.
 دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله تېره شپه پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې په اووه ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه پرانیزي او د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړي.
خو نوموړي نن پروان ته په سفر کې ویلي، د دې کار مطلب یې دا نه و چې له خپل دریځ څخه اوښتی دی.
https://avapress.com/vdcayan6e49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته