دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 198044
افغان حکومت د حج پروسه هم په بشپړ ډول الکترونیکي کوي
د حج و اوقافو وزارت له مخابراتو وزارت سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د حاجیانو د طی مراحل پروسه له دې وروسته بریښنايي کېږي.
 دا تړون نن د مخابراتو د سرپرست وزیر فهیم هاشمي او د حج و اوقافو وزارت د سرپرست عبدالحکیم منیب تر منځ لاسلیک شو چې د پلي کولو چارې به یې د اسان خدمت ادارې پر غاړه وي.
ښاغلی هاشمي وايي، د دې کار ګټه به یې دا وي چې د حاجیانو کار به ډېر لنډ وخت کې د اسنادو د طی مراحل په برخه کې تکمیلېږي او نوم ثبتونه به یې کېږي: (( د اسان خدمت له لارې به د حج اوسنۍ پروسه مطالعه کوو او الکترونیکي سیستم به ورته جوړوو، همدا راز به د تړون له مخې د حج و اوقافو وزارت د کارمندانو ظرفیت لوړونې ورکشاپونه هم ترسره کوو.))
نوموړی وايي، له دې وروسته به د حج په ټولو مراحلو نوم ثبتونه، پاسپورټ، ویزې، تګ راتګ، د عمارې، د پیسو تحویل، معلوماتو او نورو برخو کې الکترونیکي سیسټم کارول کېږي: (( په پښتو، انګلیسي او دري ژبو عیار دا سیسټم به د خدماتو په ارایه کې تر ټولو لوی اقدام وي چې عواید او مصارف به ورسره کنترول شي.))
 بلخوا د حج و اوقافو وزارت سرپرست هم د حج د پروسې د لا شفافیت لپاره الکترونیکي سیسټم لوی اقدام او اسانتیا وبلله.
افغانستان هر کال له ۳۰ زرو زیات حاجیان سعودي ته استوي چې په پروسه یې د جنجالي توب له وجې ډېرې نیوکې کېږي.
https://avapress.com/vdcbawb8arhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته