خوښ ديک ۰

هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو یو کارمند په ډزو وژل شوی

په هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یو کارمند د خپل کار په دفتر کې وژل شوی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پېښه تاییدوي او وايي، څو شیبې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو کارمند  معتمد نقدي د خپل کار په دفتر کې په ډزو وژل شوی دی.
 ښاغلی فرهاد وايي، د معتمد نقدي د وژنېع لت لا نه دی مشخص شوی، نه یې هم د قتل په تور څوک نیول شوی خو په ویا یې چې پولیس یې په اړه پلټنې کوي.
شنبی ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود: 198045 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *